د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا سکتور د نوښتونو د بیاکتنې ملي بورډ غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د اقتصاد او تمویل رئیس دوکتور میرویس احمدزي، د مقام او معینیت مشاورینو، یو شمېر نورو مرکزي رئیسانو او مسؤلینو، د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبي پوهنتون استازو ګډون کړی و.
د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال وویل: د دې بورډ د جوړېدو موخه روغتیا برخه کې د نوښتونو پېژندنه، راټولول او تحلیل دی؛ د نوښتونو تخنیکي بورډ کولای شي، د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه والي، پراختیا، اغېزمنتیا او د شواهدو پر بنسټ د پرېکړو کولو برخه کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.
همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس او د اقتصاد او روغتیا د تمویل رئیس د نوښتونو بیاکتنې بورډ د فعالیتونو، تمویلي اړتیاوو او اهمیت په اړه معلومات وړاندې او ګډونوالو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
