غزني ولایت کې د روغتیا ریاست ته نوی رئیس معرفي شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۳:۵۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا حفظه الله په حکم د عامې روغتیا وزارت اړوند د غزني ولایت د روغتیا ریاست ته ډاکټر محمد زرک ځیرک د دې وزارت د دفتر رئیس مولوي محمد حسن محمدزي او یو شمیر نورو مسؤولینو له لوري د عامې روغتیا ریاست کارکوونکو ته د رئیس په توګه معرفي شو، هیره دې نه وي چې ښاغلي ځیرک له دې وړاندې د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا د رئیس په توګه دنده تر سره کوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS