غزني ولایت د خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۵:۵۸
MOPH

د غزني او کونړ ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د روغتیایي  قوانینو د تطبیق  او پلټنې او د خوړو او درملو مدیریتونو له لوري د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارتونو پایله کې ۲۱ بابه بېلابېل کتنځایونه تړل شوي.

یاد نظارتونه د غزني په مقر او قره باغ  او د کونړ په مرکز اسعد اباد کې ترسره شوي چې له امله یې ۲۱ بابه روغتیايي کتنځایونه د اسنادو نه درلودو او غیرقانوني فعالیتونو له امله تړل شوي او همدا شان د یادو نظارتونو پرمهال چې د خصوصي روغتیايي سکتور تر څنګ د خوراکي توکو له تاسیساتو ترسره شوي په زیاته اندازه له نیټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلو ځایونو ته انتقال شوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS