سمنګان ولایت کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۹
moph

دغه روغتیايي مرکز چې د «رباطک» په سیمه کې موقعیت لري، د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست د استازو، قومي مشرانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې یې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه پروژه د سمنګان عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د هلو ځلو په پایله کې د دوه میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د ACTED دفتر له لوري د ناروې هېواد په مالي ملاتړ تطبیق شوې ده. په یاده پروژه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د پنځو معیاري کانکسونو او د احاطې د دیوال جوړول شامل دي.

د دې پروژې په بشپړېدو او پرانیستلو سره د سیمې شاوخوا ۱۸ زره اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.

د سمنګان عامې روغتیا ریاست استازي د دغه مرکز پرانیسته په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي برخه کې یو مهم ګام وباله او د روغتیايي سیستم پیاوړتیا او خلکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره یې د دغه ډول هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د خراسان شهرک عالي لېسې څه باندې ۲۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۲
Background image

په لوګر کې د مېندو پاملرنې روغتیايي خدماتو د دوام لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د لوګر ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Afghan Midwives Association- AMA مؤسسې سره د (۲۹۶۰۵۴) دوه سوه شپږ نوي زره او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئيس، مولوي عبدالبصیر قانع او مل تخنيکي پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې. . .

BACK TO NEWS