د FMIC (فرانسوایانو) روغتون خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

موضوع: د FMIC روغتون پنځلسم نړیوال کلنی ساینسي کنفرانس:

ټاکل شوې ده، چې د (FMIC)  روغتون پنځلسم نړيوال کلنی ساینسي کنفرانس به د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۳مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، په FMIC روغتون کې ترسره شي.

په دې کنفرانس کې څېړونکي، مسلکي کسان او علمي کارپوهان کولای شي خپلې مقالې او لنډيزونه (Abstracts) د اصلي موضوع او فرعي موضوعاتو سره سم وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، ټول منل شوي لنډيزونه به د کنفرانس په مجموعه کې خپاره شي او دا ستر علمي او مسلکي پروګرام به د روغتيا او د کیفیت مدیریت په برخه کې د پوهې د تبادلې، د څېړنو خپرولو او د ګډو بحثونو لپاره يو بې ساری علمي ډګر برابر کړي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۲۴
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت ۳۴ مسلکي بستونه اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې له ۷ مې نېټې څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه له اړینو اسنادو سره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۵۳
Background image

خبرتیا!

 موضوع: د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي پاملرنې ټیم فراه ولایت ته سفر وکړ

د فراه ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۹
Background image

د جامع متفرقه عملي (Comprehensive) ازموینې په اړه د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام هغو محترمو فارغو ډاکټرانو څخه، چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي دي، د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې په ترڅ کې د مرکز په تخصصي روغتونونو کې جامع . . .

Back to announcements