د ۱۴۰۴ هـ ش کال نوماندانو څخه ټرینري جامع نظري ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۳۵
MOPH

یاده ازموینه د اکمال تخصص لوی ریاست له‌ لوري د ۱۴۰۴ هـ ش کال د عقرب میاشتې په سه‌شنبه، پنج‌شنبه او شنبې ورځو کې له (۶۶۷) تنو وړ نوماندانو څخه په ۲۳ بېلابېلو تخصصي برخو کې د آزادې سیالۍ له لارې په یو سالم او شفاف چاپېریال کې د اړوندو مسؤلینو په شتون کې د ازموینو ملي ادارې او عامې روغتیا وزارت اړوندو تخصصي روغتونونو د استادانو په همکارۍ، چې د پوښتنو د چمتو کولو په موخه په یاده اداره کې قرنطین وو، واخیستل شوه.

دغه ازموینه د مرکزي تخصصي روغتونونو، ولایتونو او متمم تخصصي مرکزونو (نظامي او خصوصي تخصصي روغتونونو) د ټرینرانو د بستونو کمښت پوره کولو لپاره د تجربه لرونکو او مسلکي ټرینر متخصصینو په وسیله د آنلاین ثبت ‌نام تر بشپړېدو وروسته له وړ او په شرایطو برابرو نوماندانو څخه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS