د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه
یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.
همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر عبدالحکیم رسولي د ملي سوداګر له مرستې څخه د مننې تر څنګ وویل، دا مرسته به په دې روغتون کې د ډېرو ناروغانو اړتیاوې پوره کړي.
