د کوډکس داخلي کمېټو د لارښود بشپړولو په موخه د اړوندو کمېټو نوبتي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۵
moph

دغه غونډه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ ترسره شوه، چې د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی و. په پیل کې يې د خوړو خوندیتوب لوی رئیس د کوډکس داخلي کمېټو د اهمیت او اړتیا په اړه وينا ترسره او د دغو کمېټو رول یې د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د خوراکي توکو تولید او واردولو په برخه کې، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د خوراکي توکو خوندیتوب او کیفیت کچې لوړولو لپاره مهم او اساسي وباله.

د غونډې اصلي موخه د کوډکس د داخلي کمېټو د لارښود بشپړول و؛ څو په چارو کې لا ښه انسجام رامنځته، د کمېټو د غړو مسؤلیتونه او صلاحیتونه روښانه او د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې شي. د غونډې په جریان کې د لارښود د مسودې بېلابېلې برخې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شوې او ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شريک کړل.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې وړاندې شوي نظرونه او وړاندیزونه به د لارښود په مسوده کې عملي او سند به بشپړ شي. همدارنګه، د تخنیکي او اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته به دغه سند د منظورۍ او نورو اړوندو پړاوونو د ترسره کولو په موخه صلاحیت لرونکو لوړو مراجعو ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي هم شتون درلود د یادې ولسوالۍ د روغتیايي خدماتو پر وضعیت، د موجوده روغتون د خدماتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

BACK TO NEWS