د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا ریاست د ملي او نړیوالو مؤسسو په همکارۍ د ۵۵۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یو امبولانس ترلاسه کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۷
moph

دا امبولانس د ډاکټر احمدالله (صافي) او د بې پولې ډاکټرانو (MSF) مشر جبریل لخوا د یاد ولایت د مرستیال والي او د اقتصاد رئیس په شتون کې د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شو.

همداراز، د یونیسف او SRO مؤسسې د کاپیسا ولایت روغتیايي مرکزونو ته د ۴۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي او غیر طبي تجهیزاتو مرسته هم کړې، چې د روغتیايي خدماتو د کیفیت په ښه کولو کې به مهم رول ولوبوي.

د کاپیسا ولایت مرستیال والي او د عامې روغتیا رئیس، د دې مرستې او همکارۍ څخه مننه وکړه او د روغتیا په سکټور کې یې د دوامداره او لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۲۲
Background image

په بلخ، غور او جوزجان ولایتونو کې د روغتیايي او خوراکي تاسیساتو نظارت ترسره شو

د بلخ، غور او جوزجان ولایتونو روغتیايي مسؤلینو په دغو ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، کتنځایونو، تشخیصیه کلینیکونو، د خوارکي موادو له تاسیساتو او عمده پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ

پ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د خصوصي روغتیايي سکټور او د مالګې د بسته بندۍ له یو شمېر کارخونو څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې نظارتي تیمونو له لوري له ۱۷ بابه درملتونونو او د مالګې د بسته بندۍ له ۹ کارخونو څخه تر سره شو، چې پایله کې ۱۷ قلمه له نېټې تېر. . .

BACK TO NEWS