د کاتب نمبر1 غیرانتفاعي ښوونځي استادانو او اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۹
MOPH

دغه پروګرام چې د خوړو خطرونو تحلیل، څارنې او د معیارونو تدوین ریاست د خوړو تحلیل او سرویلانس امریت د ظرفیت لوړونې ټیم له لوري د «روغتیا او زده‌کړې بهیر کې د خوړو او روغتیايي اوبو رول» تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند کاتب نمبر1 غیرانتفاعي ښوونځي ۴۸ تنو استادانو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په پار ترسره شو.

د دغه پروګرام موخه د زده‌کوونکو د روغتیا، جسمي او ذهني ودې برخه کې د سالمو او خوندي خوړو او روغتیايي اوبو کارونې په اړه د ګډونوالو ظرفیت لوړول وو، چې پر مهال یې د ناسالمو خوړو خطرونو، د روغتیايي اوبو اهمیت او په ښوونیز چاپېریال کې د روغتیايي اصولو رعایت په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې او له هغوی سره په دې اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي هم شتون درلود د یادې ولسوالۍ د روغتیايي خدماتو پر وضعیت، د موجوده روغتون د خدماتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

BACK TO NEWS