د کابل ښار په یوولسمه او دوه ویشتمه ناحیه کې د درملو له ۴۴ تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۴۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوي، د کیفیت تأمین او د روغتيايي قوانینو پلي کېدو په موخه د کابل ښار په یوولسمه او دوه ویشتمه ناحیه کې د درملو له ۴۴ تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په پایله کې د درملو ۸ شرکتونه او ۲۵ درملتونونه د لوړ قیمت پلور، ۱۱ درملتونونه د خپل‌ سري فعالیت او رسمي جواز نه لرلو او یو د درملو عمده پلورنځی د لوړې بیې پلور له امله وتړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلین ټینګار کوي، چې د خلکو د روغتیا خوندیتوب په موخه به د درملو د بازار څارنه په جدي ډول دوام ولري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS