د کابل ښار په نهمه، دولسمه او دیارلسمه ناحیه کې له خصوصي روغتيايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۶:۲۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو د کنټرول، احتکار او انحصار د مخنیوي، د کیفیت تأمین او د روغتيايي قوانینو  پلي کېدو په موخه د کابل ښار په نهمه، دولسمه او ديارلسمه ناحیه کې له یو شمېر خصوصي روغتيايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې ۴۲ بابه خصوصي روغتيايي مرکزونه وڅېړل شول، چې له ډلې یې ۸ بابه درملتونونه او د‌ درملو يو عمده پلورنځيو له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د ټولو درملتونونو له مسؤلینو غواړي، چې د روغتيايي قوانینو په رعایت سره خپل فعالیتونه د نافذه لوایحو او مقرراتو سره سم تنظیم او دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS