د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند، ولایتي روغتون کې د HCV /HBS معایناتو لړۍ پیل شوه
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر عبدالله جان حقمل د پکتیکا د روغتیا په برخه کې یاده کړنه یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، پخوا به د یادو معایناتو د ترسره کولو په موخه ناروغان پکتیا او یا هم مرکز کابل ته تلل، چې اوس به په دې برخه کې د اړوندو ناروغانو ستونزو ته بشپړه رسېدنه کېږي.