د پروان ولایتي تخصصي، شاه امان الله غازي او پنجشیر ایمرجنسي روغتونونو کې د اکمال تخصص برنامې له روان بهیر څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست تر چتر لاندې د عملیاتي ریاست څارنې ټیم د پروان ولایتي تخصصي، شاه امان الله غازي او پنجشیر ایمرجنسي روغتونونو ته استول شوي؛ ترڅو د ټرینر متخصصینو او ټریني ډاکټرانو ستونزې او د اکمال تخصص برنامې بهیر کې موجوده تشې په نښه او ورته د حل لارې پیدا کړي.

یاد ټیم د پورته ذکر شويو تخصصي روغتونونو له مسؤلینو، ټریننګ مسؤل، د ډیپارټمنټونو له مسؤلینو، ټرینر متخصصینو او ټریني ډاکټرانو سره د اکمال تخصص برنامې د معیاري کولو او د اکمال تخصص لوی ریاست موخو ته د رسېدو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.

سربېره پردې، د اکمال تخصص لوی ریاست نظارتي ټیم د نصاب پلي کولو باندې خبرې وکړې، چې له ډلې یې Logbook،bedside teaching ،Morning report، Morning visit،Case presentation  باندې ټینګار وشو؛ تر څو په هر اړخیز ډول اجراات تر سره شي.

د یادونې وړ ده، چې دا نظارتي لړۍ به څلور ورځې دوام وکړي او دا پروسه د مرکز او ولایتونو په ټولو تخصصي روغتونونو کې هم د پلي کېدو وړ ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ناروغانو خونديتوب او ورته د غوره پاملرنې په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د مرکزي روغتونونو مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان او رسنيو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

BACK TO NEWS