د هوا ککړتیا د مخنیوي او کمولو په موخه په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو او مرکزونو څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو او مرکزونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت ترسره کړ
د دې نظارت په ترڅ کې اړوند چکلېستونه ډک او د یادو ملکیتونو او مرکزونو مسؤلینو ته د روغتیايي کارتونو اخيستلو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او هم ترې ژمنې واخیستل شوې، چې له دې وروسته به د لوګي د تصفیې له ماشین پرته فعالیت نه کوي. همدارنګه، د ملکیتونو او مرکزونو مسؤلینو ته روغتیايي پیغامونه، تبلیغاتي پاڼې او د هوا ککړتیا د کمولو لایحه تشریح او ووېشل شوه؛ ترڅو خپل فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم عیار کړي.
