د هرات ولایت د خم زیارت ولسوالۍ د اساسي روغتیایي مرکز (BHC) د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه
یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: (دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو.)
بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، نو د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې ترسره کوي.
