د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ او غور ولایت د شهرک ولسوالۍ عمومي روغتونونو د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۹
moph

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د پلان ګذارۍ او برنامه ریزۍ رئیس، ډاکټر عبدالستار صحت، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د دولسو ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د پلان ګذارۍ او برنامه‌ ریزۍ رئیس، ډاکټر عبدالستار صحت وویل: «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت کوو».

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به عمل ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۴۱
Background image

د عامې روغتیا وزیر د سیمې د روغتیايي مشرانو سره پر لیکه غونډه ترسره کړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر هېواد د عامې روغتیا وزیرانو، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې اغلې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۴۷
Background image

خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکټور، د خوراکي توکو له یو شمېر تولیدي کارخونو او عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې پنځه درملتونونه د غیر قانوني فعالیت، دوه روغتیایي کتنځایونه، یوه اکسری خونه او پنځه لابراتوارونه د قانوني د. . .

BACK TO NEWS