د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د ۷.۱ ميليون افغانيو په لګښت د يو (BHC) روغتیایي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۸
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، یو شمېر نورو ولایتي رئیسانو او مسؤلینو شتون درلود، مرستیال والي وویل: دا روغتیایي مرکز د اميرالمؤمنين حفظه الله د ځانګړې پاملرنې له مخې په درې جريبه ځمکه په اساسي ډول جوړيږي، چې د سيمې اوسېدونکو ته به د روغتیایي خدماتو برخه کې اړينې اسانتياوې رامنځته کړي.

همدارنګه، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس وویل: دغه مرکز به د يولس کسيز روغتيايي ټيم په لرلو سره د مور او ماشوم، تغذیې، واکسين او ګڼو نورو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس له اتو ولایتونو سره د روغتیايي همغږۍ او اجراآتو د پیاوړتیا په موخه انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د هرات، کندهار، هلمند، فراه، بادغیس، غور، ارزګان او نیمروز ولایتونو د عامې روغتیا له مسؤلینو سره انلاین غونډه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د دایکندي ولایت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه له BARAN مؤسسې سره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د دایکندي ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له  Bu Ali & Rehabilitation Aid Network- BARAN مؤسسې سره د (۴۳۱۴۳۱۳) څلور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په غزني کې د ګیرو ولسوالۍ د عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، ښاغلي قاري عبدالولي صديقي او مل پلاوي غزني ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ګيرو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

په همدې موخه جوړو. . .

BACK TO NEWS