د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ روغتون کې د رواني ناروغانو د درملنې او مشورې ځانګړی مرکز پرانیستل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۳۷
moph

د دغه مرکز پرانيستې پر مهال چې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د يادې ولسوالۍ د روغتیا مسؤل، يو شمېر نورو مسؤلینو او د سيمې اوسېدونکو شتون درلود، د عامې روغتيا رئيس د ذکر شوي مرکز د ساتنې سپارښتنه ترسره او ولسونو ته يې ډاډ ورکړ، چې د یاد مرکز خدمات به لا پراخه او نورې روغتیايي ستونزې به یې هم حل کړي.

ياد مرکز د UNFPA سازمان په مالي او د HealthNet مؤسسې په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS