د نري رنځ ناروغۍ د اپیډیمولوژیکې ارزونې د موندنو د بیاکتنې غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۲۴
MOPH

د نري رنځ ناروغۍ د اپیډیمولوژیکې ارزونې (د خپریدو حالت، په بېلا بېلو سیمو کې د هغې خپرېدل، د خطر عوامل او د ټولنې په کچه د نري رنځ د لېږد پروسې مطالعه او څېړنې) په موخه د موندنو د بیاکتنې غونډه تر سره شوه

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ، د دې وزارت د رئیسانو او د UNDP دفتر، آغا خان مؤسسې او یو شمېر نورو ادارو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

دا ارزونه د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست د نري رنځ د کنټرول پروګرام له لوري د UNDP دفتر په تخنیکي او مالي همکارۍ سره د نري رنځ په وضعیت د ښه پوهېدو او د هغې د کنټرول او مخنیوي لپاره د پلان جوړولو په موخه  وشوه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: (د نري رنځ سره مبارزه په هېواد کې یوه اړین امر او دوامداره موضوع ده، چې په دې برخه کې د ا.ا.ا رهبرۍ  او د عامې روغتیا وزارت د هغې د کنټرول لپاره اړین اقدامات تر سره کړي دي).

سربېره پردې ښاغلي مرستیال، د دې ارزونې پایلې د نري رنځ سره د دوامداره مبارزې، د پالیسیو او ستراتیژیو جوړولو لپاره د دقیقو ارقامو راټولو، شفافیت، حساب ورکولو او کیفیت لرونکو روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي لپاره مهمې وګڼلې او د دغه ارزونې له ترسره کېدونکو څخه یې مننه وکړه.

بل لور، د غونډې ګډونوالو د دې ارزونې د غوره پایلو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل؛ ترڅو په اړه یې راتلونکي اجراات تر سره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS