د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند زرغون‌شهر روغتیايي مرکز ته ۶۲ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۲۳
moph

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون‌شهر روغتیايي مرکز لپاره د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د ۱۱۰ زره امریکايي ډالرو په ټولیز ارزښت ۶۲ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول.

یاد تجهیزات د عامې روغتیا وزارت د برنامه ريزۍ او پلان ګذارۍ رئیس، ډاکټر عبدالستار صحت په مشرۍ د یوه تخنیکي پلاوي له لوري د UNHCR ادارې د استازو په شتون کې دغه روغتیايي مرکز ته وسپارل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS