د فراه ولایت مقام کې د درملو قاچاق مخنیوي قانون پلي کېدو او د درملو نوې کړنلارې په اړه غونډه ترسره شوه
دغه غونډه د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمدسلیم حقاني په مشرۍ د درملو د قاچاق مخنیوي قانون اغېزمن پلي کېدو او د درملو نوې کړنلارې د تشریح په موخه ترسره شوه، چې یاده کړنلاره د افغانستان ا.ا د عالي مقام له لوري توشیح شوې ده.
په دې غونډه کې د خوړو او درملو اتحادیې مسؤلینو، د درملیزو شرکتونو استازو او د درملو عمده پلورونکو ګډون کړی و. مولوي محمدسلیم حقاني د هر اړخیزو معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د درملو قاچاق مخنیوي قانون پر دقیق پلي کېدو، د درملو نوې کړنلارې پر مراعات، د غیرقانوني او بېکیفیته درملو د وارداتو او وېش پر مخنیوي، د خصوصي سکتور او عامې روغتیا وزارت او نورو اړوندو ادارو سره پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
همدارنګه، ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او شته ستونزې مطرح کړې او د درملو بازار د لا ښه تنظیم، د معیاري درملو برابرولو او د هېوادوالو روغتیا خوندیتوب لپاره یې پر اغېزمنو لارو چارو هر اړخیز بحث ترسره او نظرونه شریک کړل.
