د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
moph

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه مخکې له خپلو ګودامونو څخه وباسي او يايي وپلوري، د دې قانون له حكمونو سره سم لاندې تعزيري سزا وركول کېږي:

الف- په لومړي ځل د متخلف اړوند پلورل شوي اقلام له مارکيټ څخه راټولول او د دې قانون له حكمونو سره سم يې له منځه وړل.

ب- په دوهم ځل يې د يوې مياشتې لپاره، د درمليز مركز فعاليت ځنډول.

ج- د تکرار په صورت کې يې د تل لپاره، د درمليز مركز فعالیت بندول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS