د عبدالغفور احمدي عالي لېسې څه باندې ۲۸۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۶
moph

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د یادې لېسې مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه‌ يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۲۱
Background image

د تخار ولايتي روغتون سره د ۱۴ قلمه درملو مرسته وشوه

دغه مرسته چې ارزښت يې ۳۶۰ زره افغانۍ دی، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري شوې، چې د یاد روغتون د فارمسي څانګې ته وسپارل شوه.

د دغه روغتون آمر، ډاکټر حیات‌الله سالار د سره صلیب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د عبدالغفور احمدي عالي لېسې څه باندې ۲۸۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۰
Background image

په هرات کې د رواني روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له GSRO سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په هرات ولایت کې بېرته راستنېدونکو او زیانمونو شویو خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Green Social Research Organization-GSRO مؤسسې سره. . .

BACK TO NEWS