د عامې روغتیا وزیر د کندهار او نورستان د عامې روغتیا رئیسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۷:۴۹
moph

په دې کتنه کې د کندهار عامې روغتیا رئیس، ډاکټر ګل محمد عثماني او د نورستان عامې روغتیا رئیس مفتي سعید الله نعماني په یادو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو پر څرنګوالي، د شته ستونزو پر حل او د روغتیایي خدمتونو په لا ښې رسیدنې بحث ترسره کړ.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي نورجلال جلالي، د دواړو ولایتونو رئيسانو د غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدلو ترڅنګ نوموړو ته ډاډ ورکړ، چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو لېرې او نېږدې سیمو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي او د ستونزو د حل لپاره به لازمې کړنې تر سره کړي!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د "خوراکي توکو په تأمين کې د خطر او بحران مدیریت" درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو د خطر تحلیل او سرويلانس ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ، د ياد معينيت د خوراکي توکو د خطر تحلیل او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ICRC د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له تخنیکي استازو سره د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم پیاوړتیا په موخه ناسته تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندهار ولایت میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، اداري او ولایتونو د همغږۍ ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS