د عامې روغتیا وزیر د کندز حوزوي روغتون له روغتیايي خدمتونه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۱۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمدالله حکمت په ملتیا د کندز حوزوي روغتون له روغتیايي خدمتونه لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د کندز حوزوي روغتون له ټولو روغتیايي څانګو څخه د لیدنې سربېره د بستر ناروغانو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزیر د یاد روغتون د روغتیايي کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېده او د بشپړ حل ډاډ یې ورکړ.

ښاغلي وزیر همداراز د یاد روغتون کارکوونکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او ژمنه یې وکړه، چې د دې روغتون د خدمتونو د لا معیاري کولو او د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې برخې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي همداراز د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد روغتون کارکوونکو ته د معاشونو د لوړېدو په اړه وویل، موږ د یو منظم پلان له مخې یوه لایحه ترتیب کړې، چې له مخې یې ١٧ سوه انکشافي (NTA) بستونه  متخصصینو ته ځانګړي شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له تخنیکي استازو سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د هېواد په سرحدي سیمو کې د فعالو روغتیايي ټیمونو د فعالیتونو د لا ښه همغږۍ، د عامې روغتیا وزارت د سرويلانس له څانګې سره د همکارۍ او په DHIS2 سیستم کې د روغتيايي معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملاریا، لشمانیا او ډینګي ناروغیو مخنیوي په موخه د دواپاشۍ کمپاين پیل شو

دغه کمپاين د عامې روغتیا وزارت د ملاریا عمومي پروګرام په هڅو پیل شوی، چې موخه یې د ناروغیو د لېږدوونکو حشراتو له منځه وړل او د خلکو روغتیا خونديتوب دی، چې د سپین بولدک، ژړۍ او پنجوایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د مور په شيدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و، د. . .

BACK TO NEWS