د عامې روغتیا وزیر د کشم ولسوالۍ اړوند، د ثمرقندي اساسي روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته د  خپل سفر په ترڅ کې د کشم ولسوالۍ اړوند، د ثمرقندي اساسي روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په یاد روغتیايي مرکز کې د خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه د لیدنې سربېره له روغتیايي کارکوونکو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د ناروغانو روغتیایي ستونزو د حل او درملنې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

له بل لوري د یاد روغتیايي مرکز کارکوونکو د عامې روغتیا وزیر سفر بدخشان ولایت ته د روغتیايي حالت د ارزونې په موخه یو اړین ګام یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته د رسېدو او درملنې په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا په برخه کې د دریو ولایتونو ۱۹ ډاکټرانو ته روزنیز ټرېننګ ورکړل شو

د عامې روغتيا وزارت د رواني روغتيا آمريت په همکارۍ او د HealthNet TPO مؤسسې په تخنيکي ملاتړ د غزني، لوګر او ميدان وردګو ولايتونو ۱۹ تنه ډاکټرانو ته د روانې روغتيا برخه کې روزنيز ټرېننګ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۷
Background image

د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا ریاست د ملي او نړیوالو مؤسسو په همکارۍ د ۵۵۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یو امبولانس ترلاسه کړ

دا امبولانس د ډاکټر احمدالله (صافي) او د بې پولې ډاکټرانو (MSF) مشر جبریل لخوا د یاد ولایت د مرستیال والي او د اقتصاد رئیس په شتون کې د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شو.

همداراز، د. . .

BACK TO NEWS