د عامې روغتیا وزیر د فلول کلي څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۳:۵۱
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د فلول کلي څخه، چې وروستیو سېلابونو له امله یې اوسېدونکې زیانمن شوې له نږدې لیدنه ترسره کړه

 

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو، د سیمې اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر، ګرځندویه روغتیايي ټیمونو، د کابل امبولانس خدمتونو، د سیمې اوسېدونکو او ناروغانو څخه لیدنه ترسره او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو روغتیايي حالت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو څخه د نږدې لیدنې او د ولسونو سره د غم شریکۍ سربېره ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزرات به په دې ولایت کې د زیانمنو شویو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د له هیڅ ډول هڅو او کوششونو دریغ ونه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزرات په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د بورکه ولسوالۍ اړوند، فلول سیمې په کمپ کې، چې د نوي ښار ترڅنګ موقیعت لري د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، عمومي جراحي، اُرتوپیدي، ماشومانو داخلې او ښځینه څانګو سربېره ۲۱ سیار روغتیايي ټیمونه او کابل امبولانس خدمتونه ایجاد کړي دي؛ تر څو په بشپړ ډول د زیانمنو شویو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او پر وخت یې درملنه وشې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې يې ۳۸۷ کیلوګرامه درمل او ۴۹۵ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

BACK TO NEWS