د عامې روغتیا وزیر د درملو جوړونې سترې فابریکې ( سنوفارما ) څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۱:۲۶
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت د ویاند، ښاغلي ذبیح الله مجاهد په ملتیا د کندهار د درملو جوړونې سترې فابریکې ( سنوفارما ) له چارو، تولیداتو او د بېلا بېلو برخو له فعالیت څخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د یادې فابریکي د ټولو برخو له چارو څخه د نږدې لیدنې ترڅنګ د نوموړې فابریکې مسؤلینو د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو اړوند معلومات وړاندې کړل.


یاده فابریکه، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري تمویلیږي، تولیدات یې له پخوا ښه شوي او د درملو له کیفیت څخه یې خلک خوښ دي

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS