د عامې روغتیا وزیر افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له عمومي مشرې، اغلې ډاکټر حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۶:۴۶
MOPH

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له عمومي مشرې، اغلې ډاکټر حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه

 

په دې ناسته کې، چې د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې مشر، ښاغلي تاج الدین اوېلا او د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم شتون درلود په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د محوې، په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د ولسوالۍ کچې روغتونونو د جوړېدو، د روغتیایي سیستم د پیاوړتیا، دوامداره همکارۍ، د ساري ناروغیو د کنټرول او غوره همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

 

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د واکمنېدو راپدېخوا د هېواد په روغتیایي سکتور کې د پام وړ بدلون راغلی په ځانګړي ډول د ابتدايي، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونو په برخه کې او د پولیو پېښې د پخوا په پرتله کمې شوي دي او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي؛ ترڅو د تل لپاره له دې ناوړه ناروغۍ څخه پاک افغانستان ولرو.

د عامې روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه موږ په لومړي ځل په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانیسته؛ ترڅو د پولیو ناروغۍ  ژر او په کره ډول تشخیص شي.

نوموړي همداراز په روغتیايي سکتور کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې همکاري اړینه وبلله او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغان روغتیايي پروسونل د ظرفیت لوړولو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو، د ساري ناروغیو په کنټرول، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د پولیو ناروغۍ په محوه کولو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

 

له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار وکړ او په دې برخو کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS