د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد د ګرځنده روغتیایي کلینیکونو ریاست مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۲:۲۰
MOPH

په دې ناسته کې د ګرځنده روغتیایي کلینیکونو د مراقبت رئیس، مولوي مصطفی بهار او ورسره مل پلاوي د یو پرِزینټېشن په لړ کې د دغه ریاست فعالیتونه، وړاندیزونه او ستونزې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه سره شریک کړل او د ستونزو د حل غوښتونکي شول.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ګرځنده روغتیايي کلینیکونو د مراقبت ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې واورېدې او د دې ریاست د ستونزو د حل په موخه یې د لازمو اقداماتو ترسره کېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS