د عامې روغتیا وزارت په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي زده کړو په موخه د ټریني ډاکټرانو څخه ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۹:۱۶
MOPH

یاده ازموینه د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست او ایمرجنسي روغتونونو د مسؤلینو په شتون کې له ۲۸ تنه  نارینه او ښځینه ډاکټرانو څخه، چې د ازموینې ملي کمېټې له لوري دې برنامې ته ورپېژندل شوي وو د جراحۍ، پوستکي او انستیزي په څانګو کې  واخیستل شوه.

په پام کې ده، چې د یادې ازموینې دپایلو له اعلان وروسته به هغه ګډونوال، چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړي د هلمند او کابل ایمرجنسي روغتونونو ته د تخصصي زده کړو په موخه   وروپېژندل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۵۶
Background image

د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه کې:

په کور دننه د روغتیايي تولیداتو ملاتړ د دې ستراتېژۍ مهمه برخه ده.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه

د ریاست‌ الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه کې:

د افغانستان روغتیايي سکتور لا ډېرې پاملرنې او. . .

BACK TO NEWS