د عامې روغتیا وزارت مرستیال په ننګرهار کې د خصوصي سکتور له مسؤلینو سره د زلزله‌ ځپلو لپاره د خدمتونو د پیاوړتیا په اړه ولیدل

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۱
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې زلزله ځپلو هېوادوالو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس سره لیدنه تر سره کړه

یاده لیدنه، چې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې ترسره شوه، په کې د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس، ډاکټر احمد خندان او مل تخنیکي ټیم (چې په کې د اعصابو جراح، عمومي جراحي، ارتوپېدي او عمومي داخله برخو ډاکټران شامل دي) د زلزله‌ ځپلو او ټپیانو د خدمت او درملنې لپاره د بشپړ چمتوالي ډاډ څرګند او زیاته یې کړه، چې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه یې خوراکي توکې، البسې، درمل او د ناروغانو د انتقال لپار څلور امبولانسونه هم چمتو کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس ته لارښوونه وکړه، چې خپل تخنیکي ټیم د یاد ولایت سیمه ییز تخصصي روغتون ته واستوي، ترڅو زلزله‌ ځپلو ته لازم خدمتونه وړاندې شي او هغه درمل چې دوی له ځان سره لري، د اړتیا پر بنسټ دې په ټولو روغتیایي مرکزونو ووېشل شي او خوراکي توکي او البسې دې د کونړ ولایت زیانمنو شويو سیمو ته ولېږدول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲
Background image

د سمنګان ولایت د دوو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم دوه پروژې د (UNDP) په مالي ملاتړ سره د درې سوه زره (300,000) امریکایي ډالرو په لګښت ګټې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي او دوهمي واحدونو لپاره د ۴۲ قلمه قرطاسیه بابو د افر پرانیستې پروسه تر سره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او اداري ریاستونو او ۹ لوژستیکي شرکتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو پروسې مسؤلینو وویل «دغه پروسه په. . .

BACK TO NEWS