د عامې روغتیا وزارت مرستیال د ننګرهار زلزله‌ځپلو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو د چټک رسولو په موخه د تطبیق کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۷
moph

ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د تطبیق کوونکو او یو شمېر نورو مؤسسو له مسؤلینو سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې چې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف هم شتون درلود، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د یادو مؤسسو استازو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د زلزلې قربانیانو ته د رسېدنې په موخه خپل فعالیتونه او مرستې لا چټکې کړي.

د عامې روغتیا وزارت له لوري په دې برخه کې یوه ځانګړې کمېټه ټاکل شوې، چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په چمتو کولو کې د مؤسسو له استازو سره همکاري وکړي او د ټولو روغتیايي خدمتونو څار وکړي؛ ترڅو په ښه ډول د زلزله ځپلو هېوادوالو روغتیایي وضیعت ته رسېدنه وشي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري به په هغو ولایتونو کې چې زلزلې ځپلي وي، د درملو او روغتیايي کیټونو زېرمې او ګرځنده روغتیایي مرکزونه فعالیږي؛ تر څو ناروغانو ته په ښه او هر اړخیز ډول رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ناروغانو خونديتوب او ورته د غوره پاملرنې په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د مرکزي روغتونونو مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان او رسنيو. . .

BACK TO NEWS