د عامې روغتیا وزارت مرستیال د تخار له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تخار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د ناروغانو احوال یې واخیست او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر یې له نږدې وليد.

ښاغلي عبدالولي حقاني همداراز، د تخار ولایتي روغتون مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له ناروغانو او مراجعینو سره د غوره چلند ترڅنګ، هغوی ته پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې او د کیفیت لا ښه والي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

هغه د روغتیايي کارکوونکو له هڅو د مننې تر څنګ سپارښتنه وکړه چې ناروغانو او مراجعینو ته باید په ښه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې او ستونزو او اړتیاوو ته يې لازمه پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

د ۷ ولایتونو ۱۰ طبي ټکنالوجستانو ته د بایومیډیکل پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدماتو ریاست اړوند مرکزي لابراتوارونو آمریت د ګلوبل فنډ په همکارۍ د ۷ ولایتونو ۱۰ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د بایومیډیکل (Bio Medical) تر سرلیک لاندې پنځه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د تخار ولایت په چاه‌ آب ولسوالۍ کې د اته میلیونه افغانیو په ارزښت یوه روغتیايي ځاله جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

یاده څانګه د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر ذبیح الله حارث، د ټولنې پر کچه د روغتيايي کارکوونکو آمر ډاکټر محمد اصف صميم او مل پلاوي له لوري د یو لړ مراسمو په. . .

BACK TO NEWS