د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو څخه د مخنیوي ټیم د فقیر فیروزي لېسې زدهکوونکو ته د نشه يي توکو څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ
د دې پروګرام موخه د نشه يي توکو د زیانونو او ناوړه پایلو په اړه د زده کوونکو د پوهاوي کچې لوړول او د هغوی د وقايوي روحیې پیاوړتیا وه.
په دغه پروګرام کې د نشه يي توکو د استعمال له امله پر جسمي او رواني روغتیا د منفي اغېزو او د ناوړه ټولنیزو او اخلاقي پایلو په اړه معلومات وړاندې شول.
همدارنګه د تنکیو ځوانانو د نشه يي توکو د کارونې پر لور د تمایل لاملونو لکه د ملګرو اغېز، کورنۍ ستونزې، رواني او ټولنیز فشارونه او ناسالم چاپېریال په اړه بحث او خبرې وشوې.
همداراز، د نشه يي توکو د استعمال مخنیوي په برخه کې د کورنۍ، ښوونځي او ټولنې پر مهم رول ټینګار وشو او د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د اسلام د مبارک دین لید لوری هم بیان شو.
په پای کې زده کوونکو خپلې پوښتنې او نظرونه مطرح او د نشه يي توکو له استعمال څخه د مخنیوي د لارو چارو په اړه یې په بحث کې ګډون وکړ.
