د عامې روغتیا وزارت مرستیال د افغان جاپان او سرطاني ناروغیو درملنې تخصصي روغتونونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۰:۱۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنیکي پلاوي په ملتيا د افغان جاپان او سرطاني ناروغيو درملنې تخصصي روغتونونو څخه لیدنې تر سره کړې

 د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال لومړی په افغان چاپان روغتون کې د چاپان هېواد د بشري پرمختګ څانګې له لوړ پوړي سلاکار، ايسانو ميټسو سره ناسته ترسره او په دغه روغتون کې یې د يو شمېر نويو څانګو جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې؛  تر څو هېوادوالو ته لا معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

بل لور د چاپان هېواد د بشري پرمختګ څانګې سلاکار خپلو دوامدارو همکاريو ته په اشارې  ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به خپله هڅه او همکاري وکړي.

ښاغلي حقاني همداراز، د ياد روغتون ستونزې په نښه او د حل لپاره یې د روغتون مسئولینو او روغتیایي کارکوونکو ته جدي سپارښتنه  وکړه؛ تر څو د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

دغه راز، ښاغلي مرستيال د سرطاني ناروغيو د تشخیص او درملنې تخصصي روغتون څخه د ليدنې پر مهال د ناروغانو احوال واخيست، له روغتيايي کارکوونکو سره يې ناسته تر سره او هغوی ته يې سپارښتنه وکړه چې له مراجعينو او ناروغانو سره د غوره چلند سربېره د هغوی ستونزو ته بشپړه رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د افغان جاپان او سرطاني ناروغیو درملنې تخصصي روغتونونو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنیکي پلاوي په ملتيا د افغان جاپان او سرطاني ناروغيو درملنې تخصصي روغتونونو څخه لیدنې تر سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۲۶
Background image

د وچکالۍ ځپلو ټولنو لپاره په کندز او هرات کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري کندز او هرات ولایتونو کې د  وچکالۍ ځپلو ټولنو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتیايي، تغذیې، MHPSS او RCCE مدغمو خدمتونو وړاندې کولو په موخه له International Rescue. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۲۳
Background image

بغلان ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور له مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د بغلان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د خصوصي روغتیايي سکتور اړوند ۱۷ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې یو روغتيايي. . .

BACK TO NEWS