د عامې روغتیا وزارت له AYSO مؤسسې سره په اتو ولایتونو کې د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۲:۷
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، غزني، خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو کې د محرومو خلکو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتيايي مراقبتونو ضروري خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghan Youth Services Organization-AYSO مؤسسې سره د (۸۹۲۲۸۵) اته سوه دوه نوي زره دوه سوه پنځه اتیا ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د ۱۵ میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۸ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۱۶۷۳۷۸) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۲۴۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د AYSO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د ۱۶ میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۲:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له AYSO مؤسسې سره په اتو ولایتونو کې د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، غزني، خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو کې د محرومو خلکو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتيايي مراقبتونو ضروري خدمتونو وړاندې کولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۵۶
Background image

د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه کې:

په کور دننه د روغتیايي تولیداتو ملاتړ د دې ستراتېژۍ مهمه برخه ده.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه

د ریاست‌ الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه کې:

د افغانستان روغتیايي سکتور لا ډېرې پاملرنې او. . .

BACK TO NEWS