د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلاسیمیا نړیواله ورځ  د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۶:۸
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د ګڼو نورو ادارو یو شمېر رئیسانو او استازو ګډون کړی و.

 

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد د تلاسیمیا ناروغۍ په اړه د بشپړو معلوماتو وړاندې کېدو سربېره د غونډې ګډونوالو ته وویل:( موږ په تېرودوو کلونو کې د شته امکاناتو په درلودو د وینې د کمښت ناروغانو ته د درملنې په برخه کې په کور دننه ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي او اوس هم په دې برخه کې هڅې روانې دي.)

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د عامې روغتیا رهبري هڅه کوي، چې د دوامداره وینې کمونکو ناروغانو د تشخیص لپاره د شته امکاناتو په لرلو او د خپلو کاري شریکانو په ګډه همکارۍ مجهز لابراتوارونه او د معیاري درملنې په موخه یې په مرکز کابل او د هېواد په زونونو او ولایتونو کې روغتیايي مراکز جوړ کړي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز ګډونوالو ته په هېواد کې د بې کیفیته درملو د له منځه وړلو په برخه کې د دغه وزارت د هڅو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، زموږ هڅه دا ده، چې په کور دننه ټولو هېوادوالو ته د باکیفیته درملو په لاسرسي د معیاري درملنې لپاره اسانتیاوې برابرې کړو؛ ترڅو د ناروغانو ستونزو ته لازمه رسېدنه وشي.

 

له بل لوري د یادې غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب عمومي رئیس احمد سیر پاڅون او د وینې مرکزي بانک رئیس، ډاکتر سیف الرحمن پشتون د دې ورځې څخه د نمانځنې پر اهمیت، ترسره شویو فعالیتونو او په دې ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي حالت ته د رسېدنې په اړه د غونډې کډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS