د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې یې یاده چاره یو نېک ګام وباله.

یاد روغتون د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د بلخ ولایت چهار بولک ولسوالۍ په نوارد قلعه کلي کې جوړ شوی، چې په مرسته به یې د یادې سیمې نږدې  ۱۲۵۰۰ اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د کندز ولایت د ګلتپې ولسوالۍ په ارباب موسی کلي کې یوه نوې روغتيايي ځاله پرانيستل شوه

د دغې روغتيايي ځالې پرانيسته د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت، د BDN دفتر د شمال‌ختیځ زون مسؤل ډاکټر عبدالحسیب صاحبزاده، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل ښار سید نورمحمد شاه مینې لېسه کې د څه باندې ۲۰۰۰ زده‌کوونکو په شتون کې د نشه‌يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، په کې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یو شمېر نړیوالو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې چې د Akbar, OPM, SAF, MdM, AHDS, PUAMI, TdH او INTERSOS موسسؤ استازو شتون درلود په کې د همغږۍ پیاوړتیا، ستونزو ته پر وخت رسېدنې، د درملو د وارداتو او مقرراتي محدودیتونو،. . .

BACK TO NEWS