د عامې روغتیا وزارت له بېلابېلو روغتیايي او تولیدي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیاوړې کړې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۳۷
MOPH

د فاریاب، فراه، دایکندي، غزني او ننګرهار ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو په دغه ولایتونو کې له یو شمېر تولیدي فابریکو، درملتونونو، د درملو عمده پلورنځیو، روغتیايي مرکزونو، کتنځایونو لابراتوارونو او حمامونو څخه نظارت تر سره کړ.

د دې نظارت پایله کې د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې ۵۰ قلمه له نېټې تېر درمل او فراه ولایت کې ۵۰ کېلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدامونو ته ولېږدول شول.

همداراز، ننګرهار ولایت کې یو لابراتوار له نېټې تېرو موادو د کارونې او غیر مسلکي کسانو د شتون له امله وتړل شو.

دغه راز، اړوندو مسؤلینو ته د روغتیايي قوانینو د تطبیق، حفظ الصحې مراعتولو، د غوره او با کیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د شفرې نسخو څخه د مخنیوي په موخه لازمې سپارښتنې تر سره شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي له صدري ابن سینا ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې نظارت کې د یاد روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د ۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنجشېر ولایت روغتیايي مرکزونو د اساسي ترمیم پروژه پیل شوه

دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت د همکارې مؤسسې «مووف» له لوري پلې کېږي، چې له مخې به یې د پنجشېر د مرکز بازارک او اوو ولسواليو روغتیايي مرکزونه په اساسي توګه ترمیم شي.

د دې پروژې د پلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره. . .

BACK TO NEWS