د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له انتنونو څخه نظارت ترسره شو
د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب، نظافت او حفظ الصحې مراعتولو او د مضرو وړانګو د خطرونو کمولو او مخنیوي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه له ټاکل شویو معیارونو سره سم ترسره شي.
