د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټڼې لوی ریاست له لوري د روغتیا نړیوالې مقررې د ګډې بهرنۍ ارزونې لپاره د چمتووالي ناسته ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۲۷
MOPH

یاده ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه، په کې د عامې روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو، د اړوندو امارتي ادارو او روغتیا نړیوال سازمان استازو ګډون کړی و.

د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت یاده ناسته د نړیوالو روغتیايي مقرارتو داخلي ارزونې لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، دا ارزونه موږ ته دا توان راکوي، چې راتلونکو احتمالي خطرونو ته لا ښه چمتو والی ونیسو، شفافیت رامنځته، خپل مسؤلیتونه روښانه او د روغتیا برخه کې هغه تشې ډکې کړو، چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

ښاغلي مرستیال، دغه راز په چارو کې په شفافیت ټینګار وکړ او د اړوندو ادارو له مسؤلینو وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت د نړیوالې روغتیايي مقررې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل، دا مقرره په ۱۹۶ هېوادونو کې پلي کېږي او څلور عمده برخې لري (کلنی راپور، بهرنۍ ارزیابي، د عملیاتي پلان بیا کتنه او ټریننګ)، چې افغانستان یې هم برخه دی او د یادې مقررې قوانینو ته ژمن دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS