د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د قطر هیواد له لوري د عامې روغتیا وزارت سره د طبي تجهیزاتو او څلور عرادو امبولانسونو تر سره شوې مرسته د افغانستان لپاره د قطر هیواد له شارژدافیر ښاغلي دوکتور مردف القاشوطي څخه تر لاسه کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۹:۱
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د قطر هیواد له لوري د عامې روغتیا وزارت سره د طبي تجهیزاتو او څلور عرادو امبولانسونو تر سره شوې مرسته د افغانستان لپاره د قطر هیواد له شارژدافیر ښاغلي دوکتور مردف القاشوطي څخه تر لاسه کړه

په یادو تجهیزاتو کې چې څلور عرادې مجهز امبولانسونه ،د داخله او جراحي د برخو بیلا بیل عصري تجهیزات او د لپراسکوپیک جراحۍ وسایل شتون لري ،عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول ، ښاغلي مرستیال د قطر هیواد له لوري د شوې مرستې مننه وکړه او په وینا یې هڅه کوي د هیواد د روغتیايي سیستم د ښه والي په موخه د خپلې داخلي بودیجې او نړیوالې همکارۍ په مټ د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره لا عصري او پرمختللي تجیهزات برابر کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له تخنیکي استازو سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د هېواد په سرحدي سیمو کې د فعالو روغتیايي ټیمونو د فعالیتونو د لا ښه همغږۍ، د عامې روغتیا وزارت د سرويلانس له څانګې سره د همکارۍ او په DHIS2 سیستم کې د روغتيايي معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملاریا، لشمانیا او ډینګي ناروغیو مخنیوي په موخه د دواپاشۍ کمپاين پیل شو

دغه کمپاين د عامې روغتیا وزارت د ملاریا عمومي پروګرام په هڅو پیل شوی، چې موخه یې د ناروغیو د لېږدوونکو حشراتو له منځه وړل او د خلکو روغتیا خونديتوب دی، چې د سپین بولدک، ژړۍ او پنجوایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د مور په شيدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و، د. . .

BACK TO NEWS