د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې بُست ولایتي روغتون څخه نظارت ترسر کړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۱:۵۳
MOPH

په دغه نظارت کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون له بېلا بېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده او د شته ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، ښاغلي مرستیال د روغتیایي کارکوونکو هڅې وستایلې او هغوی یې لا غوره خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول؛ ترڅو د خدماتو کیفیت لوړ او د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS