د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم تورخم ته د سفر په ترڅ کې له روغتیایي مراکزو او خدماتو څخه نظارت ترسر کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۹:۳۷
moph

په دغه نظارت کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي، مل تخنیکي ټیم او ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف شتون درلود، په کې هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو میشت غالي کې روغتیایي مرکزونه او تورخم بېړني روغتون بېلابېلې برخې له نژدې ولیدل شوې.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني روغتیایي کارکوونکو ته د خدماتو د لا ښه والي او پراخوالي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د یادونې وړ ده چې د بېرته راستنېدونکو هیوادوالو لپاره تورخم کې ۹ روغتیایي مرکزونه او یو ۲۰ بستریز روغتون، چې ټول اړین خدمات پکې وړاندې کېږي، فعالیت کوي او د ناروغانو د انتقال لپاره شاوخوا ۱۵ امبولانسونه په مهمو برخو کې ځای پر ځای شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS