د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتيا د وزیر محمد اکبرخان روغتون څخه لیدنه وکړه
ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه او نظارت وکړ، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې د روغتون مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ته جدي سپارښتنه وکړه؛ ترڅو د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.
دغه راز، ښاغلي مرستیال د لیدنې پر مهال د ناروغانو احوال واخیست، له روغتیايي کارکوونکو سره یې ناسته ترسره او سپارښتنه یې وکړه، چې له مراجعینو او ناروغانو سره د غوره چلند ترڅنګ دې د هغوی ستونزو ته بشپړه رسېدنه وکړي.
