د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ ۲۷مه غونډه ترسره شوه
دا غونډه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د ښاغلو مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د لګښتونو کنټرول، د شته سرچينو سم مدیریت، د شفري نسخو مخنيوي، د کمپيوټري نسخو دودولو، د روغتیايي معيارونو او اصولو تطبيق، د وسايلو او تجهيزاتو لازمې کارونې، له داخلي تولیداتو څخه د ګټې اخيستنې، د طبي اخلاقو رعايتولو او په ننګرهار ولايت کې د ډينګي ناروغۍ د کنټرول او مخنيوي په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتيا وزير اړوندو مسؤلينو ته د لازمو اقداماتو ترسراوي سپارښتنې وکړې او په ننګرهار ولايت کې يې د ډينګي ناروغۍ د کنټرول او مخنيوي لپاره ځانګړې کمېټې ته دنده وسپارله؛ څو هلته سفر ترسره، وضعیت له نږدې وګوري او د يادې ناروغۍ د کنټرول او مخنيوي لپاره چټک اقدامات ترسره شي.
همدارنګه، ښاغلي وزير د شفري نسخو پر مخنيوي، د کمپیوټري نسخو پر دودولو او د طبي اخلاقو پر رعايتولو ټينګار وکړ او له مسؤلینو څخه يې وغوښتل، چې د روغتیايي اصولو د تطبيق او د لګښتونو کنټرول په برخه کې هڅې چټکې کړي.
همداراز، په ياده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او ډاډ یې ورکړ، چې د خپلو مسؤلیتونو په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.
