د عامې روغتیا وزارت د دوهم او دریم رتبه بستونو مسئولین بریښنایي حاضرۍ کې ثبت شول

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ د هغه پریکړې په اساس چې له مخې یې د لومړي، دوهم او دریم رتبه بستونو مسئولین د کتابي حاضرۍ پر ځای الکترونیکي حاضرۍ کې ثبت شي د تطبیق چارې پیل شوې.
د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو چارو لوی رییس، عرفان الله کریمي د یادې پریکړې په اړه وویل: (د دې چارې په تطبیق سره به اداري اصول مراعت او د مراجعینو چارو ته پر وخت رسېدنه ترسره شي).