د عامې روغتیا وزارت د درملو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مشرتابه سره د درملو، سوداګرۍ او پانګونې په اړه ناسته وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۹:۲۵
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، حافظ ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د صنعت اتحادیې له عمومي منشي، ډاکټر محمد ذاکر حسین او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه:

په دې ناسته کې چې د افغان پلاوي نورو غړو هم شتون درلود، د دواړو لوریو ترمنځ د درملو د تولید، تنظیم، سوداګرۍ او پانګونې اړوند موضوعات باندې بحث ترسره او ټینګار وشو، چې د درملو برخه کې دې سوداګري په قانوني، منظم او شفاف ډول ترسره شي او هم دې د درملیزو تولیدي اقلامو د ثبت او ارزونې بهیر له لازمو معیارونو سره سم ترسره او چټک شي.

همدارنګه، د بنګله‌ دېش هېواد د درملو د تولیدي شرکتونو مسؤلین وهڅول شول، چې د افغانستان په داخل کې د درملو تولید برخه کې له افغان پانګوالو سره په ګډه او یا په انفرادي ډول پانګونه وکړي او هم له بنګله‌ دېش څخه افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو درملو پر صادراتو خبرې وشوې.

دغه راز، افغان پلاوي وړاندیز وکړ، چې په راتلونکي کې دې افغانستان ته د صادرېدونکو درملو پر قیمت‌ لېبلونو باندې نرخونه په افغانیو ولیکل شي، ځکه دا چاره هم صادرونکو او هم د عامو افغانانو لپاره ګټوره ده او زیاته یې کړه، هغه درمل چې د استعمال نېټه یې کمه پاتې وي، باید افغانستان ته صادر نه شي.

همداراز، افغان پلاوي د تجارانو د ستونزو حل په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اسانتیاوو د برابرېدو وړاندیز وکړ او د بنګله‌ دېش د درملو د صنعت اتحادیې غړي یې وهڅول، چې افغانستان ته سفر وکړي او په درملیز سکتور کې پانګونه وکړي.

بل لور، د بنګله‌ دېش د درملو د صنعت اتحادیې مسؤلینو ژمنه وکړه، چې افغانستان ته به باکیفیته درمل په مناسب او ټیټ قیمت صادر کړي او همدارنګه، د کابل او ډاکې ترمنځ د کارګو پروازونو د پیل پر اړتیا ټینګار وشو، څو د درملو او نورو توکو انتقال اسانه او چټک شي.

د ناستې په پای کې دواړو لورو د روغتیايي سکتور برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د درملو کیفیت پر تضمین او د پانګونې د فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او دغه ناسته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۱۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره:

وارداتي شرکتونه مکلف دي چې خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا سکتور د نوښتونو د بیاکتنې ملي بورډ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د اقتصاد او تمویل رئیس دوکتور میرویس احمدزي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له PUAMI مؤسسې سره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Premiere Urgence Aid Medical International- PUAMI مؤسسې سره د (. . .

BACK TO NEWS